حزب الله د تاسیس موخې او اهداف

د پرون کيسه

حزب الله د تاسیس موخې او اهداف

155

اسلامی امت په داسی حساسو شرایطو کی راګیر و او دی، چې شاید په تاریخ کې به د ارتداد له فتنې وروسته له داسې سخت حالت سره نه وي مخ شوی، هر نوی تنظیم چې جوړ شي د مسلمانانو ډېره تمه وي، چې ممکن دغه خلک د نېکمرغۍ زیری راوړي، د امت د ازادی لپاره موثر ثابت شي او ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي، خو ورو ورو معلومه شي، چې هغه ګوند هم د نورو زیاترو ګوندونو په څېر د اسلامي امت د وحدت پر خلاف د دښمن یوه جدیده دسیسه وي. له عثماني خلافت نه وروسته په سلګونو تنظیمونه جوړ شول خو یو هم د دې جوګه نه شو او یا پاتې نه شو چې د اسلامی امت رهبري پر غاړه واخلي، ډیری تنظیمونه خو یوازې تر خپلې سیمې او قومونو محدود پاتې شول، د داعش په نوم چې کومه نوې ډله په ۲۰۰۲م کال کې رامنځته شوه، په ډېر سرعت سره يې د سوریې او عراق ځینې ولایتونه فتح کړل، د ډیری مسلمانانو هیلې او ولولې راوپاریدلې چې دغه به هغه خلک وې چې د مسلمانانو سویو اوازونو ته لبیک ووایي خو ورو ورو پوه شول چې نه! یو ځل بیا مسلمانان دوکه شوي دي، د حزب الله تنظیم هم د یو ډېر ستر حزب په شکل کې راڅرګند شو، په پیل کی يې ظاهرا دښمني د اسلام له ازلي دښمن (اسرائيل) سره اعلان کړه، او تر یو حده بریالي هم ول، عام مسلمانان ډیر ورته خوشاله و د لبناني پر ژبه خو بل نوم نه وو، خو ورو ورو د ایران مغرضانه اهداف څرګند شول چې د حزب الله له تاسیس نه يې په لبنان کی اصل مقصد د سنیانو ټکول او په سیمه کې یو بل شیعې نظام جوړول و، نه له یهودانو سره دښمني او د مظلومانو حمایت.

د سوريې له جګړې نه مخکې لا ډیری مسلمانان په دې نه وو توانیدلي، چې د حزب الله حقیقت درک کړې، ډېرو حسن نصرالله د نوموړي تنظیم مشر ته ډېر د قدر په سترګه کتل، تر داسې حده چې ډیرو دا ویل چې دی د مسلمانانو خلیفه دی، خو ځینو بیا له پیله حتی له اسلام نه هم خارج بللی و.
خو په حقایقو باندې د پوهیدلو په مقصد باید ځانونو ته د څو پوښتنو ځوابونه پیدا کړو …
اول: د دې حزب حقیقت څه دی؟ د چا په لاس جوړ او تاسیس شو او د څه لپاره؟ آیا دا مو وظیفه ده چې له دوی نه دفاع وکړو؟ که له دوی نه د مسلمانانو د ژغورلو په هڅه کې شو؟
او یا د ځینو مسلمانانو په څیر خولې وتړو او له هر څه ویلو ډډه وکړو؟

حزب الله څنګه رامنځته شو؟
دا حزب د لومړي ځل لپاره له لبنان نه را اوچت شو، لبنان یو داسی هیواد دی چې د نړۍ له ټولو هیوادونو نه جلا دی، په دې لحاظ چې هلته ۱۸قومونه ژوند کوي، د تقسیم بندۍ په لحاظ په لبنان کې درې ستر قومونه اباد دی چې له جملې نه يې سني، شیعه او عیسائیان دي، خو نورې زیاتې ډلې هم شته چې ځانونه مسلمانان بولي خو له اسلامه خارج دي.
په۱۹۲۰م کې چې فرانسویان لبنان ته راغلل دا هڅه يې پیل کړه چې دلته قومي تعصباتو ته لمن ووهي، چې د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره يې د سیاسي قدرت ډیره برخه عیسایانو ته ورکړه، خو د لبنان له آزادۍ وروسته په ۱۹۴۳م کې د نوي اساسي قانون له مخې، د صدارت څوکۍ عیسایانو، د لومړی وزارت څوکۍ سنیانو او د پارلمان ریاست په رسمي ډول د شیعه وو حق وګرځیدل، چې دا قانون تر ۱۹۵۹م پوري اجراء کېده البته تر دې دمه ټول حکومتي مرکزونه د مارونیانو (عیسایانو) په لاسونو کې وو.
د اوسني تحلیلونو له مخې د لبنان جمعیت ۲۶% سنیان، ۲۶% شیعه ګان او ۲۲% اروني عیسایان تشکیلوي، چې ددوی وروسته دُرزیان ۵.۶% آبادي تشکیلوی.

د حزب الله او اسراييلو د جګړې حقیقت:

د حزب الله جګړه له اسرايیل سره دا خبره ښه واضحه کوي چې شیعه ګان نه د عقیدې، نه د جهاد فی سبیل الله، او نه هم د فلسطین د آزادی لپاره د یهودانو سره جنګیدل بلکی ددوی مقصد دا وو چې په لبنان کې خپل تر کنټرول لاندی سیمی چا ته پرېنږدي، ځکه اسراییلو لومړی پر هغو سیمو حمله کړې وه چې ددوی تر تسلط لاندی وې، خو که همدغه حملې د سنیانو پر سیمه شوې وای دوی به هیڅکله د یهودانو خلاف نه وو جنګیدلي.

موسی صدر او د حزب الله ریښې؛

راځو د قصې اصل ته؛ سنیان اوشیعه ګان د لبنان د دولتي مراکزو نه لرې (چې د مارونی عیسایانو په واک کې وو او دوی د فرانسې او ملل متحد له حمایت نه هم برخمن ول) یو له بل سره ډېر ښه ژوند کاوه، خو په آخر کی دواړه لوري د خپل هویت د څرګندولو لپاره راپورته شول.
دا داسې وخت و چې سنیان د عربو له حمایت نه برخمن ول، مشران يې درلودل، خو بل طرف ته په ۱۹۵۹م کی د لومړی ځل لپاره یو د نفوذ خاوند چې “موسی صدر” نومېده د لبنان پر ځمکه قدم کېښود، شیعه هم سمدستی ورپسې روان شول.
موسی صدر په ۱۹۲۸م کې د ایران په قُم ښار کې پیدا شوی و، په همغه ښار کی يې د شیعي مذهب زده‌کړې وکړې، خو په ۱۹۵۹م کې لبنان ته راغی او هملته هستوګن شو.

موسی صدر د دوو اهدافو لپاره لبنان ته راغی؛
لومړی هدف: دی د یو شیعه سټیټ یا شیعي ریاست د جوړولو لپاره لبنان ته راغلی و، د ده هدف وو چې د شیعه مذهب د ټولو خرافاتو باوجود باید اساسي قانون جعفري فقه وګرځول شي.
په دې باید خبر شو چې د لبنان شیعه ګان هسې په نوم شیعه ول دوی حتی د خپل مذهب نه خبر نه ول.
دوهم هدف: چې موسی صدر يې لبنان ته راوستلی و دا و چې لبناني شیعه ډیر شتمن ول، دوی د خپلې شتمنۍ ۲۰%یا خُمس مراجعو ته ورکول هر قسم مراجع چې د دوی به خوښ ول، او په هغه خُمس کی يې ځان ته د هر قسم تصرف جواز ورکاوه، صدر همدغې ګټی ته غلی و.

د شیعي حکومت د جوړولو لپاره برنامه ریزي:

موسی صدر د شیعی حکومت د جوړولو لپاره لبنان ته رالیږل شوی و، دی ځکه د دې هدف لپاره انتخاب شوی و چې ایرانی و، د ایران اهدافو ته ژمن و او د خیانت ویره يې نه وه. او بل دا چې د نورو اخندانو خلاف ده له فارسي سره سره په عربی هم ښه خبرې کولی شوې، د ده د انتخاب یو بل دلیل دا و، چې ده د خمینی (علیه اللعنة) سره ښه روابط درلودل، د دې ټول باوجود د خمینی زوی (احمد) د موسی صدر د خور د لور سره واده کړی و، موسی صدر بیا د خمینی له لمسۍ سره واده کړی و، او بل لور ته مصطفی خمینی د موسی صدر له نږدې ملګرو او دوستانو څخه و.
(یادونه: د یهودانو فطرت هم شیعه ګانو ته ورته دی که له چا نه ویریږی بیا یهودی ښځه ورمخته کړي چې بیا د دوی له اوامرو نه انکار نه شی کولای، دغه ښځې د “فرې میسن” د تحریک له خوا د همدغسي مقاصدو لپاره روزل شوې وې، موسی صدر هم د یهودي مزاجه خمینی په چال کی راګیر شو).
موسی صدر سمدستي د لبنان هغه سیمی ته کوچ وکړ چې اکثریت يې شیعه و، ده خپل کارونه پیل کړل، پرته له دې چې مذهبي دعوت پیل کړی لومړی یې خدماتي کارونه پیل کړل، شفاخانې، له غريبانو سره مرستې او شیعي مدارس يې تاسیس کړل، د لبنان پوځ او دولت ډیر کمزوري وو ځکه يې له ده نه د خدماتو د مرجع پوښتنه نه شوه کولای، موسی صدر داسې شخص وو چې له هر چا سره يې نیک روابط ساتل، تر څو خپل اصل هدف ته ورسېږی، دی په دې ښه پوهیده چې د ده اصل رقیبان سنیان دي، له عیسایانو سره دی څه نا څه جوړ جاړی کولای شي خو نه له سني سره. دا خبره د یادونی وړ ده چې هغه وخت لبناني سنیان دین ته بالکل نه ول متوجه، له فکري لحاظه ځینې سوسیالیستان شوي ول او ځینې بیا سیکولر شوي وو.
موسی صدر ځان عیسایانو ته ډیر نږدې کړ، لکه څنګه چې دا واضحه خبره ده چې شیعیزم یوازې د اسلام له اوصولو سره د ټکر لپاره جوړ شوی، د دوی اصل هدف د اسلام د ریښتنې قصې ردول دي، د اصحابو رض ردول د اسلامی نظام د عملی ژوند نه کرکه ده، دوی د سنی مذهب ټول تاریخ ردوي، د دوی په وینا تر اوسه اسلامي حکومت نه دی قایم شوی. العیاذ بالله
موسی صدر هغه وخت د “شارل حلو” د لبنان عیسايي جمهور رييس ملاقات ته ورغی، خو د مسلمانانو د اتحاد په پلمه د سنیانو رهبرانو ته نه ورغی او نه يې څه اهمیت ورکړ، شارل حلو پوه شو چې صدر له سنیانو نه کرکه لري ځکه يې ده ته غیږه خلاصه کړه، حتی په ۱۹۶۷م کی يې د موسی صدر د حمایت لپاره له “مجلس اعلای اسلامي شیعه” سره موافقت وکړ، تر څو دوی د لبناني شیعه‌و نماینده ګان واوسي، حتی حلو د اساسي قانون د مادې پر خلاف دوی ته اجازه ورکړه چې د دوی د تنظیم ستره مرجع دې په ایران او عراق کی وي.

دا تنظیم په کال ۱۹۶۹م کی تاسیس شو او صدر يې مشري پر غاړه واخیستله او یو کال وروسته نوموړی تنظیم د حکومت له لوری په رسمیت وپیژندل شو او لس میلیونه ډالر يې د بودیجې لپاره ورته ومنل.
موسی صدر امریکایان هم پرینښودل، هغوی ته يې وویل چې دی په شیعه ځوانانو کی د سوسیالیزم مخه نیسي، له امریکایانو سره د ده رابطه تر داسې ځایه ورسیدله چې د خمینی ځینی پلویانو پر ده انتقاد وکړ، ځکه خمینی د امریکا مخالف وو، امریکا بیا د رضا شاه پلویان ول.

خو یو دم د لبنان په جنوب کې نوي تغییرات رامنځته شول چې دا د موسی صدر د غوښتنو خلاف وو، په ۱۹۷۰م کې فلسطیني مهاجرین په اُردن کې د قتل عام ښکار شول، چې نوموړې پیښه د تور دسمبر په نوم شهرت لري، خو د الفتح د تنظیم په رهبرۍ فلسطیني مهاجرین د لبنان جنوب ته منتقل شول، او دا د هغه څه خلاف ول چې شیعه‌و غوښتل، ځکه فلسطینیان سنیان ول، همدا مهاجرین په لبنان کی د شیعي حکومت د تاسیس په وړاندې خنډ جوړېدل، که څه هم د الفتح تنظیم سوسیالیستی او سیکولر حزب و او له اسلامي تعلیماتو سره يې هیڅ اړیکه نه وه.
موسی صدر د الفتح له تنظیم سره هغه وخت ځکه روابط خراب نه کړل چې ده غوښتل حزب الفتح د شیعه‌و ځوانانو ته نظامي زده‌کړې ورکړي، تر څو ورسته دی وکولای شي، چې یو نظامي شیعي تنظیم جوړ کړي، د الفتح تنظیم هم د کمونستانو باوجود د یو بل حامی په لټه کې و، نو ځکه د دوی تر منځ څه مشکل رامنځ ته نه شو.

حافظ الاسد د سوريې “دیکتاتور” جمهور رييس:

په ۱۹۷۱م کې جنرال حافظ الأسد په سوریه کې واک ته ورسیدی، حافظ الاسد د نصیري علویانو له طائفې نه و، دا ډله که څه هم د سیاسی سرشمېرنې له لحاظه مسلمانه ګڼل کیږي، خو د عقايدو له نظره ډېر زیات خرافات او شرکیات کوي، دوی حضرت علی رضی الله عنه د الوهیت مقام ته رسوي، العیاذ بالله، نو ځکه يې مسلمانان نه شو بللای.
خو د دغه حقیقت باوجود موسی صدر فورا د حافظ الاسد په اړه فتوی جاري کړه، چې اسد یو ریښتینی مسلمان دی، ده په خپله نوې فتوی کی مُشرک علویان شیعه وبلل! له دې نه مخکې شیعه اخندانو پر علویانو د کفر فتوی ورکړې وه، د ده همدغه باطله فتوی د دې سبب شوه چې حافظ الاسد له ده سره روابط فعال کړي، همدې موسی صدر د ایراني اخندي دولت او اسد تر منځ رابطه جوړه کړه، حافظ الاسد مخکې د اخندانو پر خلاف د رضا شاه پهلوی پلوي کوله خو وروسته يې ځان د اخندانو تورې چپنی ته وغورځاوه.
موسی صدر ته یوازی د شیعې سټیټ جوړول مهم ول، هغه د کفر او اسلام غم نه کاوه، هر پر نفوذه لادینه يې شیعه بلئ، له خمینی سره سره يې د مسیحیانو، امریکایانو، سوري علویانو او حتی د الفتح له سنی سیکولر تنظیم سره چې د سنیانو له ډلی نه بلل کیدی لاس یو کړ.
په جولای ۱۹۷۵م کی يې یوه نظامي څانګه د “أفواج المقاومة اللبنانیه” په نوم جوړه کړه، چې مختصرا “امل” بلل کېده، رهبري يې هم ده په غاړه واخیسته.
خو وخت لا نه و تیر شوی، چې ده فلسطینیانو ته شا وګرځوله، په ډېر شدت سره يې د لبنان له جنوب نه د سنی فلسطینانو وتل وغوښتل، ډیر ژر به ووینئ چې ده څرنګه له ۱۹۸۵م نه نیولې بیا تر ۱۹۸۸م پوری د فلسطینیانو خلاف ظلم او تشدد پیل کړ.

له دې وروسته لبنان د پردیو د لاسوهنې په مټ په ۱۹۷۵م کی په داخلي جګړو کې راښکیل شو، چې د وجوهاتو د څیړلو لپاره يې مستقل بحث ته اړتیا شته.

موسی صدر او ډېر دښمنان يې، بالاخره موسی صدر تری تم شو:

د موسی صدر په توسط د “مجلس اعلای شیعه” او “حزب امل” افواج المقاومة اللبنانیة” تر جوړیدلو وروسته هغه په یو داسې ځواک بدل شوی وو چې نه باید په کمه سترګه ورته وکتل شې، نو ځکه يې ډیری خلک په اړه حساس شول. هغه هیڅکله خپل واک نه مخفي کاوه بلکې تل به يې په زغرده ویل که مې غوښتنې قبولې نه شي، له خپلو ملګرو سره به د مالدارو خلکو پر ماڼیو هجوم ور وړم. هغه کله کله د خمینی پر ځینو کارونو انتقاد کاوه ځکه ده د خپل مقصد د حصول په لار کی هر څه جايز بلل.
کله کله به يې پرته له دې چې سیاست يې د ایران له لوری سانسور شي، له نورو جهاني هیوادونو سره اړیکې پراخولې، خمیني یو ځل ځکه ورته په غصه شو چې دی ایران ته ولاړ او مخامخ يې د “محمد رضا شاه” سره ولیدل تر څو هغه دولس اخندان چې د اعدام حکم يې صادر شوی و راخلاص کړې.
دا کار ظاهرا د خمیني له تګلاری خلاف و، خو وروسته یو دم د موسی صدر او سوريې تر منځ اړیکې ترینګلې شوې، چې دلیل يې دا و. سوريه په ۱۹۷۷م کال کی اسرائیلو ته د سادات له سفر وروسته، د همسایه ګانو او امریکا تر سخت فشار لاندی راغله، سوريې تمه درلوده چې لبنان به يې زورور حمایت وکړي، ځکه د سوريې پوځ په لبنان کی موجود و.
حافظ الاسد د موسی صدر نه غوښتل چې د سوريې پرته نه باید له بل چا سره تړون ولري، خو صدر بیا پر اسد ځکه بې باوره و، چې حالات د اسد په اړه خراب ول، نو ځکه يې د سوريې د ملګریتوب خلاف له نورو عربي هیوادونو سره اړیکي پراخی کړلې، په همدې وخت کې موسی صدر “کویټ” او “الجزائر” ته سفرونه وکړل او بیا په اګست ۱۹۷۸م کې “لیبیا” ته ولاړئ، خو هلته یو عجیب کار وشو، لیبیا اعلان وکړ، چې په ۲۵اګست ۱۹۷۸م کې صدر له لیبیا نه وتلی دی، خو له هغه وروسته موسی صدر د نړۍ په هیڅ ګوټ کی ونه لیدل شو !!!

قصه واقعاً هم ډېره حیرانوونکې وه، موسی صدر ماشوم نه و، چې له هوايي میدان نه ورک شي، عام انسان هم نه و چې کوم هیواد ته ولاړ شي او د هغه هیواد واکمنان دی ترې بې خبره وي، خو دا ښکاره خبره ده چې لومړی نیول شوی او بیا وژل شوی دی.

موسی صدر ډېر زیات دښمنان درلودل چې د ده د ترور ارمان يې درلود، چې په سر کی يې ایراني انقلابي اخندان و، ځکه په آخر کې صدر دوی ته خنډ جوړولای شو، او یا بالاخره د ده له بغاوت نه وېرېدل، هغه کسان يې هم دښمنان ول چې نه يې غوښتل صدر له خمینی سره په قدرت او واک کې شریک شي، ځکه صدر د شیعه‌و لپاره له خمیني نه کم نه و، په آخر کې له سوريې نه مخالفت هم کیدای شي ده ته ضرر رسولی وی، خو لیبیا ځکه نه شو ملامتولی چې له انقلابینو سره يې خواخوږی درلوده، لبنان کی يې هم زیات دښمنان ول، خو د صدر ورکېدل د هټلر د مرګ په څیر معما شوه، هیڅ سیاستمدار يې په اړه قطعي فیصلې ته ونه رسیدی.

یو کال وروسته به ایراني انقلاب بریالي کېږي، رضا شاه به له واکه لرې کیږي، څلور کلونه وروسته اسرائيلي پوځ د لبنان جنوب اشغالوي، د دې هر څه په مقابل کی باید حزب الله ثابت پاتي شي، تر څو د صدر ایرانۍ پروژه ناکامه نه شي، خو دا پروژه څرنګه بریالۍ شوه، د امل اردو په کوم سرنوشت اخته شوه؟ د شیعه‌و پالیسي د لبنان په جنوب کې د فلسطیني مهاجرینو په اړه څه وه؟ د حسن نصر الله ستوری څرنګه لوړ شو، او حسن نصر په حقیقت کې څوک دی؟ افکار او عقايد يې څه دي؟
دا بیل بحث دی، مخته به روښانه شي، ان شاء الله

د عباس موسوي او حسن نصر الله ستراتیژي د ایران په اړه:

په دغه حساسو او سختو شرايطو کی دوه نفره چې په نجف کی يې د شیعه‌و عقايد او علوم لوستل لبنان ته راوګرځېدل، دا دوه نفره چې د موسی صدر د مذهبي اصولو په ساتلو کی تر ټولو مخته ول، عباس موسوي او حسن نصر الله وو، دوی دواړه په ډېر تلوار سره په حزب کی شامل شوه او د امل په نظامي څانګه کې يې ډیر حساس پوسټ په برخه شو، حالانکه هغه وخت د نصرالله عمر بس ۱۸ اتلس کاله وو، همدا هر څه دایران په واسطه ول، نو د صدر ترور هم د ایران توطئه وه.
په ۱۹۷۹م کې د ایران اخندي انقلاب بریالی شو، رضا شاه له ایرانه کوچ وکړ، خمیني د فرانسویانو په طیاره کی له پاریس نه تهران ته راوستل شو، او د ایران د واک پر ګدۍ کښینستئ، ده خپل ټول رقیبان له ځانه لرې کړل، ټول هغه خلک چې دده د انقلاب د بریا لپاره يې هڅی کړې وې له صحنې نه په یو او بل نوم ګوښه کړل چې په هغوی کې ایراني سنیان هم شامل ول، ده له سنیانو سره د هغوی د حقوقو وعده کړې وه، خو پر ټول واک يې قبضه وکړه، ایرانیانو ګومان کاوه چې د انقلاب له بریا وروسته به دی قُم ته ولاړ شي او واک به بل منتخب کس ته پریږدي، خو د څوکۍ شوق او خوند خمینی ته د قُم د تګ اجازه ورنه کړه بلکې په تهران کې پاتې شو.
کوم وخت چې ایران آرام شو، خمینی د عراق او لبنان په لور متوجه شو، ځکه دا دواړه سیمې یوازيني ځایونه ول چې هلته له ایران پرته تر ټولو زیات شیعه‌ګان میشت ول، خو په عراق کې د ده لپاره اوضاع ډیره خطرناکه او بحراني وه، صدام حسین هر څه په اوسپنیز مُټ کی مضبوط نیولې و او خمینی ۱۴کاله هلته پاتې شوی هم و، هغه ته د صدام قوت او غصه ښه معلومه وه، خو د ۱۴کلونو تیرولو وروسته خمیني مجبور شوی و چې پاریس ته ولاړ شي، دی ډیر ښه پوهېده چې شیعي ډلې هیڅکله نه شي کولای د صدام په موجودیت کې نظام ته تغییر ورکړي، په همدې دلیل دی عراق ته د اته کلنې جګړې لپاره ننوت، خو د خرم شهر له بیا نیولو وروسته هم د جګړي ختمولو ته تیار نه شو او د ۵۹۸ فرمان یا معاهدې نه وروسته هم د یو کال لپاره وجنګیدئ.
خو په لبنان کی بیا یوازی یوې ډلې د ده پلان پر مخ بیولی شو، هلته شیعه‌ګان آزاد ول. د ده لپاره واحد کار دا و چې هلته د ایران ګټو ته یو وفادار شخص ولېږدوې، خمینی د دې عملیاتو لپاره همدا خپل دوه مریدان نصرالله او موسوي ولیږل، خو د امل مشري لا هم د “نبیه بری” سیکولر په لاس کې وه.
بالاخره په ۱۹۸۱م کی څلورم کنفرانس په دې اړه جوړ شو تر څو دوی خپلمنځي اختلافات ختم کړی، چې په همدې خاطر يې نبیه بری د امل پر مشرۍ او عباس موسوي يې د ده معاون وټاکه، د لبنان په جنوب کې دا د ایران لپاره ډېره ستره بریا او لاسته راوړنه وه.

د صهیونیستانو تجاوز د لبنان پر جنوبي سیمې او د شیعي تنظیمونو دریځ:

د جون د میاشتی په ۶ تاریخ د ۱۹۸۲م کال داسې څه پیښه وشوه چې هیچا يې هیله او انتظار نه درلود، په ناڅاپي شکل سره اسرائیلو د لبنان مکمله جنوبي سیمه اشغال کړه او حتی تر بیروته پورې ورسیدل، د صهیونیستانو ظاهرا دا هدف و چې یاسر عرفات، الفتح او د نورو مسلحو ګوندونو افراد له لبنان نه وباسی، اسرائیلیان او لبناني نصاراو په ګډه د فلسطینیانو د ویستلو لپاره هلی ځلی پیل کړې، په دې جګړه کې ډیر فلسطینیان د دوی په لاسونو ووژل شول، چې مهمه پېښه يې د صبرا او شاتیلا وه چې په کې درې زره فلسطینیان قتل عام شول او صهیونیستان و مارونیان په دې وتوانیدل چې فلسطینیان د بیروت او جنوبي لبنان نه وباسي.
دا پیښه د لبنانی شیعه‌و په ګټه وه، دوی له ډیرې مودې نه د فلسطیني مهاجرینو د وتلو په هڅه کی و، تر څو جنوبي لبنان د دوی د آزادۍ لپاره خالي وي او وروسته له همدې سیمې نه د شیعی دولت د جوړولو غږ اوچت کړي، خو صهیونیستانو د فلسطینیانو د ویستلو وروسته خپلې قرارګاوی خوشی نه کړې، بلکې د لبنان اشغال ته يې دوام ورکړ. همدا دلیل شو چې شیعه تنظیم “حزب الله” د اسرائيلو پر خلاف وسله وال مقاومت پیل کړ، نو ځکه ویلای شو چې د دوی هدف اسلام نه بلکې شیعي ریاست جوړول دي.

د حسن نصر الله د ستوري ځلېدل:

ډیری مسلمانان پرته له دې چې تحقیق وکړي، په دغسې سترو مسائلو کې له انساني عاطفې او ترحم نه کار اخلي او یو ستر جرم ته د اشتباه او تیروتنې په سترګه ګوري، هیڅ د حقیقت په روښانولو باندې ځان نه ستړی کوي، چې د دې کار پایله د ده تیروتنه او اشتباه وي او په پای کې چې کله په مصییت اخته شي، بیا له پښیمانۍ نه هیڅ لاس ته نه ورځي.

موسی صدر د قم او نجف نه لبنان ته له راستنیدلو وروسته ټول شیعه ګان په یو ځای راټول کړل، داسې منسجمه ټولنه يې ځنې جوړه کړه چې په راتلونکې وخت کی د یو مستقل حکومت جوړولو وړتیا ولري، صدر د مجلس اعلای شیعیان له جوړولو وروسته له نظامي اړخ نه غافل نه شو بلکې د “امل” فوځي څانګه يې هم تأسیس کړه، له مسیحیانو سره يې قيې روابط وپالل، خو دی د واک زیاتیدلو وروسته له خپلو حامیانو او بادارانو سره په ټکر کی راغی، ځکه ده ته یوازې د هغوی حمایت کافي نه و، خو اخندانو بیا د ده آزادي نه غوښتله. د ده او اسد اختلاف هم یو د دغو دلایلو نه و.
لبنانی شیعه‌و د ده وروسته د ده د خلا ډکولو لپاره “عبدالامیر قبلان” چې د ده په ژوند کې د نوموړي تنظیم نائب و د یاد تنظیم مشر وټاکه، په داسې حال کې چې د ده ځای لا خالي پاتې و، وروسته دوی د لبنان یوه “شیعه عالم” محمد حسین نصرالله ته ورسېدل، دا داسې وخت و چې د دوی نظامي څانګه په مکمله توګه بحراني شوې وه، د دې ډلی اعضا پر دوو برخو ویشل شوي وو.
اولې ډلې سیکولرو شیعه ګانو غوښتل چې دا تنظیم پرته له مذهبی قواعدو (اثنی عشری) اداره کړي او نه دې د لبنان د باندې ل کومو دیني اړخونو سره اړیکې ولري، چې مشري يې (نبیه بری) کوله.
خو دوهمې ډلې غوښتل همغه د موسی صدر تګلاره جاري وساتي، او یو شیعي حکومت رامنځته کړي، دوی غوښتل چې د امل نظامي څانګه دې له ایراني انقلاب سره نښتې وي، خو د دوی مشکل دا و چې دوی مشر نه درلود.

ایراني حکومت هم د دوهم موقف حامي و، هغوی یوازې د موسی صدر نه پوزې ته راغلي ول، د صدر د تري تم (ترور) کېدلو وروسته د دوی مشکل حل شوی وو نو ځکه يې حسن نصرالله ته فرصت او چانس برابر کړ چې د حزب الله واک منحصر کړي، نصر الله تر موسی صدر ایران ته ډېر وفادار پاتې شو، اوس د ده په فتوی د ورځې په لسګونو شیعې ځوانان په سوریه او یمن کې جنګېږي او وژل کېږي، دی او مردود خامنه‌ای د شیطانِ بزرګ خمیني پلان په ګډه تطبیقوي، د مسلمانانو پر خلاف له هیڅ سازش نه مخ نه اړوي.

وما علینا الا البلاغ

لیکوال: دکتور راغب سرجاني
ژباړه او زیاتونه: ندیم سالار