په اسلام کی دسولې ارزښت

اسلام

په اسلام کی دسولې ارزښت

594

جګړه او سوله د انسانانو له ژوند سره سمه راروانه ده، سوله د جګړې ضد کلیمه ده،په جګړه کې انسان وژنه، بربادي، او ناخوالې وي، ټولنیز ژوند له ګډوډیو سره مخامخ کوي،په سوله کې ارامي، خواخوږي، سوکالي، اوامن وي.

 سوله ټولنیز ژوند تنظیموي، او دې جګړې ناخوالې له منځه وړي، جګړه دتباهۍ بربادۍ نوم دی او سوله د آرامۍ، او ودانۍ ضمانت کوي، جګړه نه ګټه لري،اونه ګټل سوله نه ماته لري او نه بایلل سوله د صلحې، په  بڼه یوه عربي کلیمه ده، چې معناوې ډیرې لري، خو يوه معنایې ډیره کارول کیږي،هغه د جنګ جګړې بندول دي. سوله د جنګ بندولو د شـخړو لرې کول او د اختـلافاتو ختمول یا  سوله هغه تړون دی، چې جنګ او شخړې پرې ختمیږي، که په  کوم ځای کې سوله  نه وي نوهلته خلک یو له بل سره په جګړه اخته وي. د ژوندانه ټول ورځني کارونه نشي کولای اوخلک دې ته اړکیږي، چې لرې ځایونو ته مهاجر شي،او ژوند په  سختۍ سره  تیرکړي، په جګړه کې خلک وژل کیږي، میندې او پلرونه بې اولاده کیږي. ماشومان بې پلاره او بې موره کیږي، په جګړه کې خلک د ټوپک په ژبه غږیږي او په ځمکوکې د غنموپرخای بمونه او ماینونه کري په ماینونوزرګونه خلک وژل کیږي اوځینې خپل لاسونه،سترګې اوپښې پکې له لاسه ورکوي. داماینونه د خلکو ژوند اخلي او هیواد ورانوي، که سوله نه وي،  خلک خپه او ژوند په سختۍ سره تیریږي.

د سولې په  اړه په قرآن کې زیات روایتونه راغلي دي  لکه چې الله تعالی فرمایي [وصلح خیر] ژباړه: په  صلحه کې خیردی، بل ځای کې مسلمانان په خپلومنځونو کې سولې ته هڅول شوي دي، اویوبل سره د مینې محبت ژوند تیرولو ویل شوي دي او له کینې حسد، بعض څخه منع شوي دي. الله (ج)فرمایي دي.

ژباړه: بیشکه مومنان سره وروڼه دي نو دخپلووروڼوپه منځ کې روغه راولی،اوله الله نه وویریږئ، چې پرتاسې رحم وکړي ای مومنانو! نه دې نارینه پرنورونارینه وټوکې اوملنډې وهي کیدای شي چې هغووی له دوی نه غوره وي،او نه دې ښځې په  نورو ښځوپورې ټوکې او ملنډې وهي، کیدای شي چې هغوی له دوی نه غوره وي په خپلوکې یو د بل عیب مه وایئ، او مه یو بل په  بدو، نومونو سره یادوئ له ایمان راوړلووروسته په فسق کې نوم پیداکول ډیره بده خبره ده، او هغه کسان چې له دغه کارڅخه توبه ونه کړي (راوانه وړي) نوهغوی ظالمان دي.

[سورت الحجرات 11-10]

همدارنګه په پښتوشعرونوکې له لرغونوزمانوڅخه رانیولې ترننه پورې سوله اوامن ستایل شوی جنګ یې غندلی اوسولې ته یې خلک رابللي دي، دمنځنۍ دورې یوشاعرملا جان فدوي هوتک جګړه ماروته دسولې په هکله داسې وایي.           عارفان کړي له جهانه سره سوله

تاتړلـی په جهان دســولې وردی

همدارنګه دپښتوژبې پخوانیواواوسنیوشاعرانومشهورو لیکوالانوهیڅکه سوله له پامه نده غورځولې او تل یې د سولې لپاره ریښتینې هلې ځلې کړې دي، چې ددغه له جملې څخه مونږ د اوسني وخت د مشهورلیکوال ګل آغا احمدي د هڅو یادونه کولای شو چې یواځې د سولې په اړه یې په لسګونو کتابونه او ګڼ شمیرمقالې لیکلې دي، ولس او په ځانګړې توګه د ټولنې ځوان قشر یې د سولې او وورولی خواته تشویق کړی دی، چې دده د سولې د کتابونو څخه مونږ د یو څو یادونه کولای شو. سوله په حدیثونوکې، سوله په شعرونوکې، سوله په مکتبونوکې، سوله په ایاتونوکې اونور…

لیکونکی: صبغت الله سجاد د خوست شیخ زاید پوهنتون دژورنالیزم پوهنځي دڅلورم ټولګي محصل اوددغه پوهنځي دځوان غږراډیو ددینو خپرونو مسول